خله وزير چوهدري نثار علي خان د اېف آئي اے لخوا د بلاګرز په ضد د مقدمې درج كولو خبر سخت نوټس واخست

اسلام آباد 01 فروری (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار علي خان د وفاقي تحقيقاتي ادارې( اېف آئي اے )لخوا د بلاګرز په ضد د مقدمې درج كېدو خبر سخت نوټس اخستې او امر ئې كړې چې د دې خبرې بايد تعين وشي چې اېف آئي اے په دې لړ كښې د غېر ضروري چمتو والي او د جواز نه لرونكي فعاليت څرګندونه ولې كول غواړي۔د شورو په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه داخله وزير ووئيل دا څنګه ممكنه ده چې اېف آئي اے د كوم تحقيق نه غېر د چا په ضد مقدمه درج كړې۔ده ووئيل بلاګرز او د هغه كورنۍ د تېرو څو ورځو نه يو ناوړه وضعې سره مخ ده۔ده ووئيل اېف آئي اے ته دا اختيار چا وركړې چې هغه د دوي پرېشانۍ زياتې كړي