حكومت هېواد كښې د تعليم معيار ښه كولو له په زړه پورې هڅې كوي۔ د وفاقي سكولونو په پياوړتيا اربونه روپۍ مصرف كولې شي

اسلام آباد ۔ 19 فروری (اے پی پی) د تعليم دوهم وزير بليغ الرحمن وئيلي دي حكومت هېواد كښې د تعليم معيار ښه كولو له په زړه پورې هڅې كوي۔ د وفاقي سكولونو په پياوړتيا اربونه روپۍ مصرف كولې شي۔ د اتوار په ورځ يوه مركه كښې ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ ن حكومت هېواد كښې د تعليم څانګې پرمختګ ته خاص پام كوي۔ ده ووئيل د تعليمي ادارو كتابتونونو او لېبارټرو ته نوې اسانۍ وركول د وخت غټ ضرورت دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د وفاقی تعلیمی اداروں اپ ګرېډېشن ، پياوړتيا او دې ته د اسانيو وركولو پلو خاص پام كولې شي۔ ده ووئيل دا مهال د وفاقي تعليمي ادارو په اپ ګرېډېشن اربونه روپۍ مصرف كولې شي۔ ده زده كوؤنكي د هېواد سباؤن ګرځولو سره ووئيل چې طالبعلمان او طالبعلمانې به د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كوټلې كردار ترسره كوي