جاپان د لعل شهباز قلندر په درګاه بمي بريد وغندلو

اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی)د جاپان حكومت د سندھ لعل شهباز قلندر په درګاه د بمي بريد غندنه كولو سره حكومت او د پاكستان اولس سره د يوالي څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ د جاپان خارجه وزير لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جاپان حكومت د زيارت په ورځ سندھ كښې د لعل شهباز قلندر په درګاه د بمي بريد غندنه كولو سره په پېښه كښې د قېمتي ځانونو په زيان د غم دړد څرګندونه كړې۔ وياند ووئيل چې كه هر سوب وي خو د ترهه ګرۍ جواز نه پېدا كېږي٬ جاپان د هر قسمه ترهه ګرۍ غندنه كولو سره سره د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ته د هر ډول ممكنه مرستې باور وركوي