تركيې اروپا ته په غېر قانوني توګه د تللو هڅه كوونكي 108 كډوال ونيول

انقره 24 فروري (اے پي پي) تركيې اروپا ته په غېر قانوني توګه د تللو هڅه كوونكي 108 كډوال نيولي دي۔ د تركيې خبري اژانس له مخې د تركيې د ازمېر په سيمه كښې اروپا ته د تللو هڅه كوونكي 25 كډوال نيول شوي دي۔ په دې كښې د 23 تعلق سوريې او د دوو تعلق د جمهوريه ډومېنك سره دے۔ چارواكو وئيلي دي چې په اېدرنې سيمه كښې 83 كډوال اروپا ته په غېر قانوني توګه د تللو په هڅه كښې نيول شوي دي چې پكښې د عراق٬ افغانستان٬ مراكش او د سوريې وګړي شامل دي۔ دا كسان د هغوي د خپلو اړوند هېوادونو دفترو ته سپارل شوي دي۔