تحریک انصاف خپل ځان ته زيان رسولو سره سره د حکومت وخت هم ضائع کړو، پی ټی آئی او پی پی پی دې د تحمل څرګندونه وكړي

APP26-11 LAHORE: February 11- Federal Minister for Railways Khawaja Saad Rafique addressing the foundation stone laying ceremony of Raiwind Railway Station. APP photo by Tabasam Naveed

لاهور 11 فروری(اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق وئيلي دي تحریک انصاف خپل ځان ته زيان رسولو سره سره د حکومت وخت هم ضائع کړو، پی ټی آئی او پی پی پی دې د تحمل څرګندونه وكړي، جمهوریت لپاره ښه ده چې ټول په خپل حد كښې دننه خبره وكړي، پاکستان ریلوے كښې ټول لوکوموټیو په 6 ټریکشن موټرز چلېږي چې له امله ئې د انجن فیل كيدو پېښې کمي شوي ، اکانومی کلاس په سټینډرډز اے سی كښې د بدلولو پريكړه شوي۔ ده د خالي پھ ورځ د رائیونډ ریلوے اسټېشن د بنياد تيګې اېښودلو دستورې ته خطاب کولو۔ په دې مهال نومورې عالم دین مولانا طارق جمیل، د قامی اسمبلۍ غړے افضل کھوکھر ٬ د صوبائی اسمبلۍ غړے چوهدری ګلزار ٬ د پاکستان ریلویز چیف ایګزیکټو آفېسر جاوید انور پشمول د ریلوے افسران او د مسلم لیګ (ن) کارمندان هم موجود وو۔ وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) کارمندانو اولس له د ووټ حق وركولو لپاره تكليفونه زغملي خو عمران خان دھرنا (2 )ټو كښې پش اپ كولو سره خاموش شو۔ ده ووئيل خېبرپښتونخوا ته تللو سره معلومه شوه چې هلته عمران خان وخت ضائعه كړے او څه ئې هم نه دې كړي، كه هغه د تورونو لګولو په ځائې د اولس خذمت کړې وو نو خېبرپښتونخوا د اولس په زړونو به ئې راج كولو۔ ده ووئيل د كار هيڅ نعم البدل نه وي ، په معمولي غلطۍ اولس خپل مشران بخښي خو په لويه غلطۍ اولس د خپلو مشرانو احتساب هم كوي د كومې مثال چې پی پی پی دے۔ ده ووئيل بلاول بھټو زرداری پنجاب ته راتللو سره مونږ ته ګټه شوي،بلاول او زرداری له مشورہ وركوو چې پنجاب ته زيات راځي دغسې چې د هغوي د ووټونو شميره زياته شي۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) خېبرپښتونخوا ته رجوع كوي او سندھ ته به هم ځو۔ وفاقی وزیر ووئيل د رائے ونډ ریلوے اسټېشن د بنیاد تيګه اېښودلو سره زمونږ د خوب تعبير پوره كيدل دي ، زمونږ د دور څخه وړاندې زياتره ریلوے اسټېشنې ناكاره شوې وي په هغې كښې ځينې سمې كړې شوي او ځينې لا پاتي دي، د رائیونډ ریلوے اسټېشن جوړولو كوم بل مقصد نشته ٬ تبلیغی جماعتونو تږ راتږ له اسانۍ وركول دي۔ ده ووئيل پاکستان ریلویز كښې د اصلاحات پیکیج وركړې شوے او دا هغه ریلوے نه دے كوم چې درې نيم كاله وړاندې وو۔ ده ووئيل سیاسی مخالفینو ته خواست كوو چې په سیاست تنقید وكړي خو دې سره سره د ښه كار ستائنه هم وكړي۔ ده ووئيل د ټرین پېښو كښې زياتره د انسانانو غلطی شامل وي ، د سسټم غلطی چرته نه ده رامخې ته شوي ۔ په دې مهال د قامی اسمبلۍ غړي ملك افضل کھوکھر پشمول د د مسلم ليګ (ن) نورو لارښودو هم خطاب وكړو۔(