ایران پاکستان ته 130میګاواټ نه بلكې 3 زره مېګاواټ برېښنا وركولې شي۔ قونصل جنرل احمد محمد

اسلام آباد ۔ 19فروری(اے پی پی)کراچۍ كښې د ايران قونصل جنرل احمد محمدي وئيلي ايران پاكستان ته 130 مېګاواټ برېښنا په ځائې 3 زره مېګاواټ برېښنا وركولو ته چمتو دے۔ د اتوار په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل توان ترلاسه كولو له ايران ګاز پائپ لائن تر ټولو ګټوره ٬ ارزانه او محفوظه وسيله ده۔ دا منصوبه دواړو هېوادونو لپاره ډېره مهمه ده۔ ده ووئيل د نيوكليئر پروګرام په سوب په ايران د لګېدلو بنديزونو په نتيجه كښې د ايران او پاكستان ترمينځه اړيكې او كاروبار ځپلې شوې ؤ۔ ولې بياهم په كال 2016 كښې ډېر بندېزونه ختم شوي دي۔ احمد محمدی ووئيل چې ګاونډي هېواد پاكستان سره د ملګرتيا اړيكې د ايران په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل ايران د پاكستان سلامتيا ٬ سوكالي او استحكام غواړي او زه باور لرم چې دا به د ايران په ګټه هم وي۔ په دې مهال ده اعلان وكړو چې د روانې مياشت 24 مې نېټې څخه تر 27 مې نېټې كراچۍ كښې د ايراني مصنوعاتو نندارتون كېږي او اپرېل كښې به تهران كښې د پاكستاني مصنوعاتو نندارتون كولې شي۔