اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) امريكې په سېهون شريف كښې د لعل شهباز قلندر په مزار د ځانمرګي بريد غندنه كړې او د دې ذمه وار كسان ئې د قانون منګولو ته پھ سپارلو كښې د مرستې وړاندېز كړے۔ د امريكې د خارجه محكمې وياند مارك ټونر په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې امريكا د ترهګرې په ضد جنګ كښې پاكستان سره دے۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې په قابل احترام مزار په عبادت كوونكو د ترهګرې بريد سخت د غندنې وړ دے۔ په بيان كښې په چاودنه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازې شوې او د ژوبل شويو كسانو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه شوې۔ له بلې خوا په امريكا كښې مېشته پاكستانيانو هم په دې پېښه خواشيني ښودلې او دا ئې د دښمن د پاكستان كمزورې كولو هڅه ګرځولې