افغانستان كښې د واورې ورېدو له امله د مړو شمېره 140 ته ورسېده

کابل 06 فروري (اے پي پي) افغانستان كښې د واورې ورېدو له امله د مړو شمېره 140 ته رسېدلے٬ سخت ځپل شوي نورستان ولايت كښې د مرستې كارونو لپاره 2 چورلكې وركړې شوې دي او د د نورستان ولايت په هره ښار او سيمه كښې د لس فټه نه زياته واوره ورېدلې۔ بلخوا د بدخشاں ولايت والي وياند نويد احمد وئيلي دي چې د ولايت زمكيزه لاره بنده ده او مرستې لپاره فضائي لاره كارولې كېږي٬ تر دې دمه د 21 نه زيات كسان مړه شوي۔