وفاقی وزیر اسحاق ډار سره د نړيوال بانك کنټری ډائرېکټر پلاوي وليدل د آئي اېم اېف په مرسته د اقتصادي پرمختګ او اصلاحاتو په ايجنډا عمل روان دے۔ حكومت د اصلاحاتو پروګرام روان ساتلو له لوظي دے۔ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار پلاوي سره خبرې

اسلام آباد ۔ 19فروری(اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر سېناتور محمد اسحاق ډار سره پاكستان لپاره د نړيوال بانك کنټری ډائرېکټر اېلانګو په مشرۍ كښې يو پلاوي د اتوار په ورځ ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې ووئيلې شو چې د آئي اېم اېف په مرسته د اقتصادي پرمختګ په ايجنډا عمل روان دے او حكومت د اصلاحاتو پروګرامونه جاري ساتلو له لوظي دے د كومو ذكر چې مسلم ليګ (ن) د كال 2013ء ټاكنو منشور كښې كړې و۔ وفاقي وزير ووئيل د حكومت لخوا پورته كړې شويو ګامونو ګټه هېواد ته رسي۔ ده د حكومت په باقي پاتې موده كښې د اصلاحاتو پروګرامونو روان ساتلو باور وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل نوې كمپني لاﺀ هم د اصلاحاتو د پروګرام برخه ده۔ دا قانون قامي اسمبلۍ څخه وړاندې منظور كړې شوې او هيله ده چې سېنېټ څخه به هم ډېر زر منظور كړے شي۔ ده ووئيل د دې قانون نافذ كېدو سره به هېواد كښې د نړيوال معيار ترمخه د كارپورېټ ګورننس په پياوړتيا او پرمختګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې کنټری ډائرېکټر ووئيل چې نړيوال بانك به مرسته روانه ساتي دغسې چې د معيشت په بېلو څانګو كښې د تېرو څو كلونو نه د روان اصلاحاتو عمل كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده زياته كړه چې نړيوال بانك بېلو پرمخيائي څانګو كښې مرسته كوي او سباؤن كښې دې ته لا پراختيا وركول غواړي۔