د خزانې وفاقي وزير پارلماني لارښودو سره ټېلېفوني تماس ٬ د پوځي عدالتونو په كار كښې د پراختيا په اړه د خيالاتو څرګندونه د ترهګر بريدونو جوړه كړې وضعه د بشپړ ځواب غوښتنه كوي۔ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار

اسلام آباد ۔ 19 فروری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار د پارلماني ګوندونو لارښودو سره ټېلېفوني تماس نيولې او د پوځي عدالتونو په كار كښې د پراختيار په اړه ئې دوئي سره د خيالاتو څرګندونه كړې۔ ده ووئيل هېواد كښې د ترهه ګرۍ بريدونو په نتيجه كښې رامخې شوې وضعه د بشپړ ځواب كولو غوښتنه كوي۔ د پوځي عدالتونو په كار كښې د پراختيا په اړه فوري پرېكړه به د ترهګرۍ مخنيوي هڅو له ډېره مهمه وي۔ د خپور شوي پرېس ريليز ترمخه د خزانې وفاقي وزير د اتوار په ورځ د اېم کیو اېم پارلماني لارښود فاروق ستار، د عوامی نېشنل ګوند غلام احمد بلور، د جماعت اسلامی صاحبزادہ طارق اللہ، د فاټا شاہ جی ګل آفریدی او د عوامي مسلم ليګ شېخ رشيد احمد په شمول نورو پارلماني لارښودو سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ ده د قامي اسمبلۍ سپيكر سره هم ټېلېفوني تماس ونيولو او ده څخه ئې د پوځي عدالتونو په اړه د خصوصي پارلماني كمېټۍ غونډې رابللو كښې مرسته وغوښتله۔ ده ووئيل ددې خاص كمېټۍ ذېلي كمېټۍ غونډه د فرورۍ په 22مه نېټه رابللې شوې ۔ د مېن كمېټۍ غونډه دې د 27 فرورۍ په ځائې په 23 فرورۍ وكړې شي۔ وفاقي وزير بېلو لارښودو سره خپلو خبرو كښې د دې لوظ پخلې وكړو چې د ترهه ګرو د اوسنو بريدونو په ځواب كښې دوئي ته پرله پسې او بشپړ ځواب وركول ضروري دي۔