وزیراعظم محمد نواز شریف د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قائدانه كردار لوبوي

اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي)د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود طلال چوهدري وئيلي دي وزیراعظم محمد نواز شریف د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قائدانه كردار لوبوي٬ د صوبو مرستې نه غېر په نېشنل اېكشن پلان عمل درآ مد ممكن نه دے۔ د نهې په ورځ د سترې محكمې په خوا كښې ده ميډيا ته ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې ته ورنزدې دے٬ د ترهه ګرۍ په ضد به مونږ ټولو له په ګده جنګ كول وي ٬ د صوبو د مرستې نه غېر په نېشنل اېكشن پلان عمل درآ مد ممكن نه دے۔ ده ووئيل د وزيراعظم په ضد د هېواد په ستره محكمه كښې سماعت روان دے څوك چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قائدانه كردار تر سره كوي۔ ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف د ترهه ګرۍ په ضد او د هېواد د سباٶن ف استحكام جنګ كوي