پي ټي آئي د عدالت وړاندې تسليم كړې چې د وزيراعظم محمد نواز شريف نامه په پانامه پېپرز كښې نشته

APP03-10 ISLAMABAD: January 10 – PML-N leader MNA Daniyal Aziz talking to media persons outside Supreme Court Building. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د مسلم ليګ(ن)لارښود دانيال عزيز وئېلي پي ټي آئي د عدالت په وړاندې تسليم كړې ده چې د وزيراعظم محمد نواز شريف نامه په پانامه پېپرز كښې نشته٬اولس تحريك انصاف پھ ضمني٬بلدياتي ٬كنټونمنټ او د كشمير او ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې رد كړي دې ۔د نهې پھ ورځ سترې محكمې څخه بهر مېډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د عدالت په وړاندې د پي ټي آئي وكيل نعيم بخاري ووئيل اصل وكيل حامد خان ؤ كوم چې تللې۔ ده ووئيل عمران خان وائي زما كار تور لګول وه٬ثبوت وړاندې كولو د ادارو كار دے۔ دانيال عزيز ووئيل وزيراعظم ته پاكستاني اولس ووټ وركړې او اختيارات يې ورته سپارلې۔ د هغې ترمخه هغه خپل فرض ترسره كوي۔ دانيال عزيز ووئيل اولس پي ټي آئي په ټاكنو كښې مسترد كړے او وزيراعظم ته يې مېنډېټ وركړې۔ مسلم ليګ (ن) ته رائے وركونكي اولس د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې پاكستان مخ په وړاندې تلل غواړي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي لخوا د تورونو لوبه اولسي هيلو ته زيان رسوي۔ د دې نه وړاندې د دهرنې د لارې د چين د اولس مشر دوره منسوخ كولو هڅه شوې وه چې په سوب يې پاكستان د اروبونو روپو زيان سره مخ شوے۔ دانيال عزيز ووئيل د كے پي كے اعلٰی وزير د چين دورې كولو سره د سي پیك منصوبه منلې۔ ده ووئيل عمران خان مايوسه شوې او مونږ اطمينان لرو چې كله زمونږ وكيل ته د دلائلو وړاندې كولو موقع وركړې شي نو پي ټي آئي به ماتې سره مخ شي