په لويو ښارونو كښې به 14 اېګزېكټو پاسپورټ دفترونه زر كار پېل كړي

APP49-30 ISLAMABAD: January 30 – Interior Minister Chaudhry Nisar Ali Khan cutting ribbon to inaugurate Passport Executive Office at Blue Area. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي چې د مارچ مياشتې تر پايې به په هره ضلع كښې د پاسپورټ دفتر جوړولې شي٬په لويو ښارونو كښې به 14 ايګزيكټو پاسپورټ دفترونه ډېر زر كار پېل كړي۔د ګل په ورځ بليوايريا كښې د ايګزېكټو پاسپورټ دفتر پرانستې په موقع خبريالانو سره خبرو كښې وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل چې يو كال وړاندې ما نادرا او د پاسپورټ چارواكو ته هدايت كړے وو چې د هېواد په ټولو سيمو كښې دې د نادرا او پاسپورټ دفترې جوړې كړې شي او دا دفترې دې د چا كور دفتر يا د غېر سركاري او سركاري چارواكو په كورونو كښې جوړی نه كړې شي۔دې له دې نوې ودانۍ ترلاسه كړې شي دغسې چې څوك پاسپورټ يا شناختي كارډ جوړولو له راځي نو دوي غوره چاپېرچل ومومي۔ده ووئيل پھ دې لړ كښې يو شمېر ګامونه پورته كړې شو او پینډۍ كښې د ايګزېكټو پاسپورټ دفتر جوړیدو څخه وروستو اوس اسلام آباد كښې ايګزېكټو پاسپورټ دفتر جوړولې شي۔ده ووئيل د دريو مياشتو په موده ګښې به د دې معيار 14 نور دفترونه د هېواد په بېلو برخو كښې كار پیل كړي۔ده ووئيل 14 مېګا سنټرز به د روان كال په مهال بشپړ شي۔داخله وزير ووئيل د مارچ تر پاې به په هره ضلع كښې پاسپورټ دفتر جوړ كړې شي٬د تېرو 69 كلونو څخه هېواد كښې 94 پاسپورټ دفترونه وو مونږ په 15 مياشتې كښې د 74 نوې دفترونو پرانستلو عزم وكړو او دا كار خپل بشپړ كېدو پلو روان دې۔د دې مقصد د اولس ستونزې او مسئلې كمول دي۔ده ووئيل كوم حكومتي فنډز چې به په سياسي كارونو كښې مصرف كېدل اوس هغه د اولس په خېرښېګړه مصرف كولې شي