په بغداد كښې د سبزي منډئې په دروازه په ځانمرګي بريد كښې 11 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي

بغداد 08 جنوري (اے پي پي) د عراق په پايه تخت بغداد كښې د سبزي منډئې په دروازه په ځانمرګي بريد كښې 11 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې د اتوار په ورځ د بغداد په سبزي منډئي كښې د جميله نومي ماركيټ په داخلي لار يو ساتونكي په شكمن موټر ډزې وكړې خو په دې مهال ځانمرګي بريد كوونكي خپل ځان والوزولو۔ په پېښه كښې يوولس كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د عراق د كورنيو چارو د وزارت وياند سعد مان هم د پېښې تصديق كړے۔