پاكستان به سږ كال مارچ كښې د اقتصادي مرستې تنظيم د 13مې غونډې كوربتوب كوي

اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) پاكستان به سږ كال مارچ كښې د اقتصادي مرستې تنظيم د 13مې غونډې كوربتوب كوي۔ د سركاري ذريعو له مخې د اقتصادي مرستې تنظیم كښې د پاكستان سره سره ایران، ترکیه، افغانستان، آذربائیجان، قزاخستان، کرغزستان، ترکمانستان او ازبکستان ګډون كوي۔د دې غړو د تنظيم مشرانو غونډه به د مارچ په وړمبۍ نېټه په پاكستان كښې كېږي۔د يادونې وړ ده چې د تنظيم آخري غونډه په كال 2012 كښې شوه وه۔