اسلام آباد 27جنوری (اے پی پی)د طلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې پاكستان ايران سره كلتوري پلاويو او د وګړو سره رابطې زياتولو پشمول مذهبي او كلتوري اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي لري٬پھ پاكستان كښې د ايران سفير مهدي هنردوست د جمعې پھ ورځ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب سره وليدل۔په دې موقع دې ووئيل چې كلتوري رابطو زياتولو له به د ايران حكومت د اړخه د پورته كړې شويو ګامونو هركلې كولې شي۔دې ووئيل بايد دواړه هېوادونه خپل اولس د يو بل كلتور څخه معرفي كولو له اقدامات وكړي۔دوهمې وزيرې ووئيل پاكستان ايران سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او ايران خپل نزدې ملګرې او ګاونډي ګڼي۔دې ووئيل د پاكستان او ايران ترمينځه د مېډيا رابطو زياتولو ته اړتيا ده۔دې ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې خوښې په چارو اتفاق پیدا كولو په اړه هم مېډيا كردار ترسره كولې شي۔د ملاقات پھ مهال د مېډيا٬انفارمېشن او كلتور پشمول په بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دې ووئيل د دواړو هېوادونو اولس ښه والي له د پاكستان او ايران دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو ته اړتيا ده۔په دې موقع د ايران سفير د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې له د ايران دورې بلنه وركړه كومه چې هغې قبوله كړه