اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د شعر و ادب ودې سره په ټولنه كښې تحمل٬ برداشت٬ همدردې او د خېرسګالې كلتور ته وده وركول كېدے شي٬ ټولنه د كتاب په لوري مائل كولو لپاره د عملي او ادبي ادارو د زيات فعاله كولو ضرورت دے۔ ده دا خبرې د قومي تاريخ او ادبي ورثې خپل سلاكار عرفان صديقي سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د ګل په ورځ وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ وزيراعظم ووئيل چې ټولنه د كتاب په لوري مائل كولو لپاره د عملي او ادبي ادارو د زيات فعاله كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د دې ادارو به خپلو مقاصدو لپاره هر ډول مرسته كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې شاعرانو او پوهانو سره دې د هغوي د تخليقاتو خپرونې او ودې لپاره هر ډول مرسته وكړې شي۔ د قومي تاريخ او ادبي ورثې سلاكار عرفان صديقي وزيراعظم د ژبې ادب او ټولنې په موضوع د كېدونكې څلورم نړيوال كنفرنس د اعراضو او مقاصدو نه خبر كړو۔ دا كنفرنس به د جنورې د 5مې نېټې نه تر 8مه نېټه په اسلام آباد كښې كېږي