ټور دي ګلیات سائیکلنګ رېس به د لسمې فرورۍ نه پېل كېږي

اسلام آباد 17 جنوري(اے پي پي) د پاکستان سائیکلنګ فېډرېشن ترسېوري لاندې ټور دي ګلیات سائیکلنګ رېس به د لسمې فرورۍ نه پېل كېږي۔ د فېډرېشن چارواكو له مخې د رېس وړومبنې پړاٶ به په لسمه فرورۍ د پېښور نه اسلام آباد٬ دوېم پړاٶ به په 11مه فرورۍ د اسلام آباد نه آېبټ آباد او درېم او آخري پړاٶ به د اېبټ آباد نه تر نتهيا ګلي كېږي۔ په دې رېس كښې به ټول پاكستان څخه د 70 نه تر 80 لوبغاړي برخه اخلي۔