وزیر اعظم محمد نواز شریف د هندوانو تاریخی مندر کټاس راج كښې د واټر فلټرېشن پلانټ پرانسته وكړه

کټاس راج 11 جنوری (اے پی پی)وزیر اعظم محمد نواز شریف د شورو پھ ورځ چکوال كښې د هندوانو تاریخی مندر کټاس راج كښې د واټر فلټرېشن پلانټ پرانسته كړې ۔ دا واټر فلټرېشن پلانټ د مندر مقدس امرت جل تالاب سيمه كښې جوړ دے كوم به چې یاتریانو له د څښلو اوبه وركوي۔ وزیر اعظم د مندر په خوا كښې بوټې هم نال کړو۔ ده د کټاس راج بيلې برخې وكتلې چرته چې هغه د دغه ځائ تاریخی اهمیت په اړه وئېلې شول په دې مهال د مذهبی چارو وفاقی وزیر سردار محمد یوسف او د متروکه وقف املاك بورډ چیئرمېن صدیق الفاروق هم د وزیر اعظم سره ملګرے ؤه