وزيراعظم به د اګست په 14مه نېټھ د اسلام آباد نوي هوائي اډې سره سره د ميټرو بس سروس پرانسته كوي

APP49-10 ISLAMABAD: January 10 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif met leading exporters of the country at PM Office. APP

اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د پشاور موړ نه تر نوي اسلام آباد هوائي اډې د نوي ميټرو بس د جوړولو هدايت وكړو٬وزيراعظم به د اګست په 14مه نېټھ د اسلام آباد نوي هوائي اډې سره سره د ميټرو بس سروس پرانسته كوي۔وزيراعظم سره د مواصلاتو ډویژن سېكتر او د اېن اېچ اے چيئرمېن شاهد اشرف تارړ د نهې پھ ورځ پھ وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو او وزيراعظم يې پھ هېواد كښې د لويو لارو د روانو پروژو د پرمختګ پھ اړه خبر كړو۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې د هېواد اجتماعي سماجي او اقتصادي پرمختګ او لرې سيمو ته د آسانې رسنې لپاره د سړكونو جال ضروري دې چې په نتيجه كښې به يې د تجارت او معاش پراخا اقتصادي موقعې پېدا شي۔وزيراعظم د پشاور موړ نه تر اسلام آباد نوي هوائي اډې د اسلام آباد ميټرو بس جوړولو هدايت هم وكړو۔وزيراعظم ته ووئيل شول چې په پروژه به 18 اربه روپۍ لګښت راځي او په دې روټ به 14 سټافونه وي۔وزيراعظم به د اګست په 14مه نېټھ د اسلام آباد د نوي هوائي اډې سره سره د نوي ميټرو بس سروس پرانسته هم كوي۔دې سره به مسافر د سفر آسانې ولري او د دوي وخت به هم بچ شي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې بايد د اسلام آباد نوې هوائي اډې لپاره د ميټرو بس سروس نوې آسانې ولري بايد د دې په كار او په خذماتو كوم كسر پرې نه ښودلې شي۔پھ ملاقات كښې د وزيراعظم سېكتر او نور چارواكي هم موجود وو۔