نړۍ له د تشدد او انتها خوښۍ په ضد يو كېدل پكار دي

APP09-23 ISLAMABAD: January 23 - Secretary General of Muslim World League (Rabita-Al-Alam-Al-Islam) Dr.Muhammad Bin Abdul Karim Al-Issa called on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-E-Sadr. APP

اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي نړۍ له د تشدد او انتها خوښۍ په ضد يو كېدل پكار دي٬ پاكستان د كوټلې لائحې په سوب په ترهه ګرۍ قابو موندلې٬ اسلامي نړۍ يووالي لپاره تږ لارې جوړولو ته ضرورت لري ۔ اولس مشر دا خبرې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د مسلم ورلډ ليګ عمومي سېكتر ډاکټر محمد بن عبدالکریم ال عیسیٰ سره ملاقات كښې كړې۔ په دې مواقع د مذهبي چاور وفاقي وزير سردار محمد یوسف، سناتور ر علامه ساجد میر او نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل ترهه ګرۍ څخه پاكستان تر تولو زيات ځپلے شوے خو د ښې لائحې په سوب پاكستان په ترهه ګرۍ قابو موندلې٬ ترهه ګري د پاكستان نه د نړۍ مسئله ده او په دې قابو موندلو له د او آئي سي پشمول ټولو هېوادونو له په ګډه به لائحه جوړول وي۔ اولس مشر ووئيل كوم هېوادونه چې ترهه ګرۍ څخه ځپلې شوې په ھغه هېوادونه كښې د اولس او انفراسټركچر بحالۍ لپاره دې نظام جوړ كړې شي ٬ اوس وخت راغلے چې د ترهه ګرۍ بشپړه مقابله وكړې شي ولې چې د ترهه ګرۍ له امله نړۍ كښې د مسلمانانو تشخص ته زيان رسېدلې۔ اولس مشر ووئيل په اسلامي نړۍ كښې ډېر مسائل پېدا شوې د كومو چې په بيړنۍ توګه مخنيوي او خاتمې له په ګډه لائحې جوړولو ته اړتيا ده۔ اولس مشر ډاكټر محمد بن عبدالکریم ال عیسیٰ ته ووئيل د اسلامي تنظيم مشر په حېث ستاسو ذمه وارۍ ده چې پخپلو كښې يووالي له لائحه جوړ كړې۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د بېلا بېلو وجوهاتو په سوب د اسلامي نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه تباه كړې شوي او دغسې د فلسطين او كشمير مسلمانان هم ستونزو سره مخ دي٬ ده ووئېل دا ستاسو هم ذمه واري ده چې د خپلې عملي او فكري لارښودنې سره د دې مسئلو لرې كولو له كوټلي وړاندېزونه وركړي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان ترهه ګرۍ سره مخ كړې شوې خو پاكستان د ترهه ګرۍ په بشپړه توګه مقابله كړې او د ترهه ګرو ملا ئې ماته كړې۔ اولس مشر ووئيل اوس نور اسلامي هېوادونه او په خاص توګه د مېنځني ختيز اسلامي هېوادونه د ترهه ګرو په نخښه دي ۔ په دې موقع د رابطه عالم اسلامي عمومي سېكتر ډاكټر محمد بن عبدالکریم ال عیسیٰ د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان لخوا د پورته كړې شوو ګامونو ستائنه كولو سره ووئيل د ترهه ګرې لعنت خاتمې له نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه اسلامي هېوادونو له د د پاكستان د تجربو څخه استفاده كول پكار دي