نړيواله ورورولي دې ختيز غاړې څخه د اسرائيل د آباديو خاتمې له د سلامتي كونسل قرارداد لمبر 2334 عملي كړي۔ د وزيراعظم محمود نواز شريف د فلسطين اولس مشر محمود عباس سره د ګډې خبري كنفرنس

APP27-31 ISLAMABAD: January 31 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif and President of Palestine Mahmoud Abbas addressing a joint press stakeout in PM House. APP

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) پاكستان او فلسطين په نړيواله ورورولي زور راوړے چی ختيزې غاړې څخه د اسرائيل د آباديو خاتمې له دې د سلامتي كونسل قرارداد لمبر 2334 عملي كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د فلسطين اولس مشر محمود عباس سره د ګډې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ دواړو مشرانو په دې خبره زور رواړو چې د مسئلې د هواري نه غېر منطقه كښې امن نه شي راتلې۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د فلسطین مسئلې حل سره د پاكستان د كلك تړون پخلي كولو سره ووئيل چې پاكستان به په هر فورم د دې كاز مرسته روانه ساتي ۔ ده ووئيل مونږ د مېنځني ختېيز امن له په دې لړ كښې د نړيوالې ورورولۍ د مخلصانه هلو ځلو ته هم سترګې په لار يو۔ وزیراعظم ووئيل دا مسئله د ملګرو ملتونو په اېجنډه د اوږدې مودې راهسې ده او دا د عملي هواري تقاضه كوي۔ ده ووئيل په نړيواله توګه د متفقه پېراميټرز ٬ د 1967 څخه وړواندې د پولو او القدس شريف د رياست پايه تخت په بنياد فلسطين يو آزاد رياست جوړېدل د امن يواځنې ضمانت دے۔ ده د دې خبرې ذكر وكړو چې د اوسلو لوظنانمه د دوه رياستي حل حمايت كښې د امن او نړيوالي ورورلۍ د اتفاق خاكه وړاندې كوي په كوم چې د كشمير كشالې په رنګ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداد نه عملي كېږي۔ وزيراعظم په ډپلومېټك انكليو كښې د نوي فلسطيني كمپلېكس په پرانسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د ښه فن تعيير وړ دا منصوبه زمونږ د ورورولۍ د اړيكو ژوندۍ نښه ده او دې څخه د دواړو هېوادونو د يوالي څرګندونه هم كېږي۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان اولس په خاص توګه د وړومبې قبلې سره د خپل جذباتي تړون په سبب فلسطين سره عقيدت او مينه ساتي۔ ده ووئيل چې د فلسطين اولس مشر محمود عباس سره د کشمیر او فلسطین مسئلو پحقله په نړيوال پېشرفتونو هم تفصيلي خبرې اترې شوي۔ په دې موقع د فلسطین اولس مشر محمود عباس ووئيل وزیراعظم محمد نوازشریف سره په ملاقات ډېر خوشحاله شوې يم۔ د ملاقات په مهال په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم تفصيلي خبرې وشوې۔ وزیراعظم محمد نوازشریف د اسرائیلی ظلمونو او د مقبوضه سيمو صورتحال نه هم خبر كړې شو۔ ده ووئيل چې د ملاقات په مهال منطقه كښې د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په معامله هم خبرې وشوې۔ ده ووئيل پاکستان مېلمستيا لپاره منلې شوې هېواد دے ٬ مونږ تعليم او نورو څانګو كښې د پاكستان مننه كوٶ ،د فلسطین زده كوٶنكي د پاكستان تعليمي ادارو څخه استفاده كوي۔ محمود عباس فلسطین لپاره په مرسته او ملاتړ روان ساتلو د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل چې مونږ اسلام آباد كښې د فلسطين سفارت په جوړولو هم مننه كوٶ۔ د منطقې صورتحال ذكر كولو سره ده ووئيل د مقبوضه کشمیر په كشاله د پاكستان د دريځ ملاتړ كوٶ٬ بايد د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره كړې شي۔ ده ووئيل مونږ د كشمير كشالې هواري له د پاكستان او هند د مذاكراتو پلوي يو۔د فلسطین اولس مشر محمود عباس پاکستان او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ په دې موقع د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمی او خارجه سېكتر اعزاز چوهدري هم موجود ٶ