اسلام آباد 26 جنوري(اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف هيله څرګنده كړی ده چې نړيوال بانك به د ثالثې د لارې د فن برېښنا پروژو جوړولو په اړه د پاكستان او هند ترمينځه رامخې ته شوو شخړو حل له كردار ترسره كړي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د نړيوال بانك ډلې چيف ايګزېكټو آفيسر كرسټالينه آئي جورجيوا سره په وزيراعظم هاؤس كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔وزيراعظم د هند د اړخه د سندھ طاس لوظ نامه 1960 چې په كومه د نړيوال بانك لاس ليك هم شته د هند په خلاف ورزۍ كولو او د هائيډرو اليكټريك پلانټس او په خاص توګه كشن ګنګا او د ريتلې فن برېښنا پروژو او په لوېديزو دريابونو د اوبو پنګو جوړولو په اړه د پاكستان او هند ترمينځه رامخې ته شوو شخړو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د نړيوال بانك سي اي او د پاكستان وړومبنۍ دورې هركلي كولو سره وزيراعظم هغه له په غوره كېدو مباركي وركړه۔وزيراعظم ووئېل پاكستان د 1952 راهسې د نړيوال بانك سره خپله همكاري مهمه ګڼي او د نړيوال بانك د سماجي٬بنيادي اډهانې٬د اوبو او د توان په اړه د 1952 راهسې د 31 اربه ډالرو سرمايه كاري وستائېله۔وزيراعظم د پرمختګ او توان په مېدان كښې اصلاحات لپاره پاكستان ته د ګڼو پرمختيائي پالېسو لپاره د قرض د لارې د 2014 راهسې تراوسه د 2.5 اربه ډالرو په وركولو هم مننه وكړه۔وزيراعظم دغه اصلاحات مخ په وړاندې بوتللو له عزم كولو سره ووئيل تربيلا ٤ او تربېلا ٥ او داسو هائيډرو پروژو پشمول د توان په پروژو كښې د نړيوال بانك معاونت پاكستان لپاره د قدر وړ دے۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې حكومت د توان حاجت پوره كولو له په اباسين د پن برېښنا پروژو او بلوچستان كښې د وړو او مينځنۍ درجې بندونو پرمختګ ته پام لرنه كوي۔پھ دې لړ كښې ديامربهاشا بند د قامي اهميت پروژه ده۔وزيراعظم د 75 ملينه ډالرو د لارې د كډوالو بحالۍ او په مرسته د نړيوال بانك مننه وكړه۔وزيراعظم ووئيل حكومت اقتصادي بحالۍ ته پام لرنه كوي۔وزيراعظم د نړيوال بانك سي اي او د پاكستان په راتږ مننه وكړه كوم چې د پاكستان او نړيوال بانك ترمينځه د شريكې خوښې اړيكو او عزم څرګندونه ده۔ د نړيوال بانك سي اي او ووئيل پاكستان د توان٬بنيادي اډهانې او مجموعي اقتصادي استحكام په لړ كښې پرمختګ كړی۔ده ووئيل ما د تربېلې د پراختيا پروژې څارنه كړې او متاثره شوې ي۔ده ووئيل پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره حالات ښه دي او د وزيراعظم قيادت په سوب د پاكستان اقتصادي صورتحال ښه شوې۔د سوئېلي آسيا ريجن دوهم صدر انيتي ډيكسن د نړيوال بانك د صدر پیغام وزيراعظم ته ورورسولو چې پكښې هغه وئيلي دي د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې پاكستان سياسي او اقتصادي استحكام ترلاسه كړی او د سلامتيا وضعه ښه شوې ده