قامي مشرتابه سيمه ايزې سلامتيا باوري كولو لپاره په ايماندارۍ كار كوي

APP31-13 ISLAMABAD: January 13 - President Mamnoon Hussain addressing the Graduation Ceremony of Civilian Participants of National Security & War Course at National Defence University. APP

اسلام آباد 13جنوری(اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د جنګ مېدان كښې ترهه ګرۍ ته ماتې وركولو نه پس ترهګرۍ له بايد اوس فكري ماتې وركړې شي٬دې لپاره به خاص ګامونه پورته كول وي۔ په دې لړ كښې د رياست ډېرې ادارې٬د ابلاغ وسيلې او د تعليم څانګه كردار ترسره كولې شي٬تعليم ته وده وركولو سره ترهه ګرۍ لپاره د مذهب كارولو لاره بندېدې شي۔اولس مشر دا خبره نېشنل ډيفنس پوهنتون كښې د جمعې پھ ورځ د امنيتي او وار كورس ګريجوېشن دستورې ته وېنا كښې وكړه۔پھ دې مهال د اېن ډيو يو صدر لېفټيننټ جنرال رضوان اختر هم دستورې ته خطاب كولو۔قامي سلامتيا ته د پیښو خطرو او د دغې مقابلې له پھ مهمو وړاندېزونو مشتمل بريفنګ هم وركړې شو۔ دستوره كښې د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال٬ سناتور مشاهد حسېن سيد٬پارلماني غړو٬چيئرمېن جوائنټ چيف آف سټاف كمېټي جنرال زبير محمود حيات او اعلٰی سول او پوځي چارواكو ګډون كولو۔اولس مشر ووئيل د چېلنجونو مقابلې له ضروري ده چې د تعليم يو داسې نظام وضعه كړې شي كوم چې په ټولنه كښې د طبقاتي وېش خاتمه وكړي او د ټولنې تهذيب او پرمختګ له كوټلې كردار ترسره كولو سره سره د زلمو عصري علومو كښې د مهارت سوب وګرځي دغسې چې د اولس د ژوند معيار پياوړې كړې شي٬ ده ووئېل پھ دې لړ كښې زمونږ دوهمه مهمه ذمه واري د بې روزګارۍ ختمول دي۔ده ووئيل د طبقاتي نظام تعليم ختمولو سره ټولنه پرمختګ كولې شي۔اولس مشر ووئيل سي پېك سره به د روزګار موقعې رامخې ته شي۔دې څخه ګټه پورته كولو له ضروري ده چې زمونږ زلمي په عصري علومو كښې مهارت پیدا كړي۔ اولس مشر ووئېل په دې لړ كښې د سول او عسكري چارواكو كردار ډېر مهم دے۔اولس مشر ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده چې د پاكستان موجوده مشرتابه قامي او سيمه ايزې سلامتيا باوري كولو له په ايماندارۍ كار كوي۔ده ووئيل د ضرب عضب عملياتو او د ناامنۍ په ضد د نورو كاروائيو مثبتو نتيجو لپاره د ټولو ادارو كردار ډېر مهم دے۔اولس مشر ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ پھ ضد جنګ كښې ځانګړې قربانۍ وركړي۔د ترهه ګرۍ مقابلې كولو له ملګري هېوادونه د پاكستان تجربې څخه استفاده كولې شي۔اولس مشر ووئيل د پاكستان سباؤن ډېر پياوړې دے۔ده ووئيل نېشنل سېكورټي او وار كورس سره اړوندو زمونږ تحقيقي ادارو پھ قامي او نړيوال كچ خپله پیژندګلو مستحكمه كړې۔په كومه چې دا ادارې د مباركۍ مستحق دي۔اولس مشر د ملګرو هېوادونو څخه راغلې مشرانو چارواكو ته خپل خطاب كښې ووئيل دوي د پاكستان د سفارتكارو په حېث بايد د خپل هېواد او پاكستان ترمينځه نوې اړيكې جوړې كړي۔