عمران خان ذاتي ګټو له د پاکستان معيشت ته زيان رسوي ٬ د عمران د وزيراعظم جوړېدو خوب به رښتيا نشي

APP15-18 ISLAMABAD: January 18 – Federal Minister for Railways Khawaja Saad Rafique talking to media persons outside Supreme Court Building. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفیق وئيلي دي چې عمران خان په ادارو د فشار اچولو هڅه كوي د كېس پحقله سنجيده نه دے۔ د سترې محكمې په وړاندې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل كه عمران خان ، شېخ رشید او سراج الحق د كېس پحقله سنجيده وې نو په ميډيا د بيانونو په ځائ به ئې په عدالت كښې خپل كېس ته پام كړې وو۔ ده ووئيل عمران خان کېس سیاسي او اولسي مقدمه ګڼي او هره ورځ په ميډيا غېر سنجيده خبرې كوي او بې بنسټه تورونه لګولو سره دروغ وائي ۔ وفاقي وزير ووئيل نن په عدالت كښې عمران خان ووئيل چې په ترسيلات زر دې ټېكس ولګولې شي دغسې چې كومې روپۍ نواز شریف ته زامنو رالېږلې دي په ھغې د ټېكس نه وركولو تور ولګولې شو۔ دھرنو او لاك ډاٶن څخه د هېواد زيان كېږي ٬ عمران خان ذاتي ګټو له د پاکستان معیشت ته زيان رسوي ٬ د عمران د وزيراعظم جوړېدو خوب به رښتيا نشي ٬ كه مسلم لیګ (ن) په ټول ټاكنو كښې لفټ كړې وے نو نن به شېخ رشيد مونږ سره ولاړ وو۔ ده ووئيل د تحريك انصاف چې په كومه صوبه كښې حكومتي كوي د اولس خېر ښګړې له ئې هېڅ كار نه دې كړے ۔ ده ووئيل عمران خان د پارلمان او الیکشن کمېشن پشمول ګڼ شمېر ادارو ګهېراٶ كړې۔د رېلوے وزیر ووئيل په سي پېك منصوبه په تندۍ سره كار روان دے او عمران خان اولس بې لارې كوي٬ د چين حكومت د كنفيوز كولو ئې هم هڅې كړې خو ھغې كښې بريالې شوې نه دے۔ ده ووئيل د كال 2018 ټولټاكنې راروانې دي او اولس به يو ځل بيا نواز شریف ته ووټ وركوي ٬ خارجه سرمايه كاري به كېږي ٬ پاكستان به پرمختګ كوي او د عمران خان د وزیراعظم جوړېدو خوب به رښتيا نشي۔ د رېلوے وزیر ووئيل مونږ د عدالت څخه استثنیٰ نه ده غوښتلې٬ خپل ځانونه مو عدالت ته وړاندې كړې٬ انشاء الله ډېر زر به دروغ د قام په وړاندې شي او د مشرانو د قسمت پرېكړې د اولس په عدالت كښې كېږي٬ سياست مدار كه غورځېږي او كه اودرېږي هم د اولس عدالت ته ځي۔وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ووئيل دھرنو او لاك ډاٶن څخه هېواد مخ په وړاندې نه ځي٬ عمران خان ذاتي ګټو له د پاکستان معیشت ته زيان رسوي ٬ د عمران د وزيراعظم جوړېدو خوب به رښتيا نشي ٬ كه مسلم لیګ (ن) په ټول ټاكنو كښې لفټ كړې وے نو نن به شېخ رشيد مونږ سره ولاړ وو۔)ص ف/ګ ل/1523)