د ګوادر په حقله ګېلي لرې كولو لپاره به په مشاورت قانون جوړولې شي

اسلام آباد 23 جنوري(اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي بيجنګ كښې شوې جے سي آئي 6مه غونډه د قامي يو والي او اتفاق څرګندونه وه٬د ګوادر په حقله د ګېلو لرې كولو لپاره به د قامي او صوبائي مشرتابه په مشاورت قانون سازي كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سي پېك په اړه جاري بيان كښې كړې۔ده ووئيل شپږم جي سي سي غونډه كښې د چين د كوم ولايت لارښود موجود نه ؤه خو زمونږ ټول صوبائي اعلٰی وزيران يا د هغوي نمائندګان موجود وو۔ده ووئيل په اقتصادي راهدارۍ د صوبو تحفظات لري شوي او د سي پېك پروژو د پیشرفت څخه خبرولو لپاره به وزيراعظم ډېر زر پارټيز كنفرنس راوغواړي۔ده ووئيل آل پارټيز كنفرنس كښې به د قامي او صوبائي ګوندونو مشران رابللې شي۔ده ووئيل سي پېك د قامي پرمختګ پروژه ده كومې څخه به چې بېلو څانګو پرمختګ له مرسته ترلاسه شي۔د وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمينځه په سي پېك بشپړ اتفاق لرلې شي۔ده ووئيل د سي پېك څخه به پسمانده سيمې په خاص توګه د خېبرپښتونخوا او بلوچستان اولس ته پرمختګ موقع په لاس ورشي