د کروزمیزائل بابر تھری کامیابه تجربه زمونږ د سائنس مدارو او انجینئرانو په ځائي كچه د ټېكنالوجي پېداوار او د خود انحصارۍ په باور عكاسي ده

پېنډۍ 09 جنوري (اے پي پي) پاکستان آبدوز څخه د کروز میزائل بابر تھری(3) کامیاب تجربه كړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ګل په ورځ بحر هند كښې د نامعلوم ځائ څخه د کروز میزائل بابر تھري کامیابه تجربه شوې كوم چې د اوبو دننه د موبائل پلېټ فارم د لارې فائر كېږي او خپل هدف په نښه كوي۔ دې څخه وړاند تېر كال دسمبر كښې د بابر ټو كاميابه تجربه شوې وه ۔ بابر تھري میزائل جدید ټېکنالوجي لري۔ کروز میزائل بابر تھري د كاميابې تجربې په موقع د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ جنرال زبیر محمود حیات ‘ډائرېکټر جنرال ستراتېژك پلانز ډویژن لېفټیننټ جنرال مظهر جمیل ‘ کمانډر نېول ستراتېژك فورس کمانډ ‘سینئر افسران ‘سائنس مدار او د سائټیفك ستراتېژك رگنائزېشن انجینئران هم موجود وو۔ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ او وسله والو ځواكونو مشرانو په دې كاميابۍ ټولې دلې ته مباركي وركړه۔ جنرال زبېر محمود حیات په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل د کروزمیزائل بابر تھری کامیابه تجربه زمونږ د سائنس مدارو او انجینئرانو په ځائي كچه د ټېكنالوجي پېداوار او د خود انحصارۍ په باور عكاسي ده دا كاميابي لږ نه لږ دفاعي صلاحيت لا قوي كولو پلو يو قدم دے