د چين اولس مشر نړۍ د اتومي وسلو نه د پاكولو غوښتنه وكړه

جنېوا 20 جنوري (اے پي پي) د چين اولس مشر غوښتنه كړې چې نړۍ دې د اتومي وسلو نه پاكه كړې شي۔ په جنېوا كښې د ملګرو ملتونو په دفتر كښې په خپله وېنا كښې چينائي اولس مشر ووئيل چې ټول هېوادونه دې نړۍ د اتومي وسلې څخه پاكولو لپاره په ګډه هڅې وكړي۔ ده ووئيل چې د نړۍ د ټولو هېوادونو د اقتدار اعلٰي احترام ضروري دے۔ ده ووئيل چې بايد لوي هېوادونه وړوكو هېوادونو احترام وكړي۔