د پاكستان كركټ لوبډله به په مارچ كښې وېسټ اېډيز ته ځي

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د پاكستان د كركټ قامي لوبډله به سږ كال په مارچ كښې د وېسټ اېډيز دوره كوي چرته چې به د كوربه لوبډلې په ضد دوه ټي ټونټي٬ درې ون ډے او درې ټېسټ مېچونه كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه وړومبۍ ټي 20 به په 31م مارچ او دوېم به په 2م اپرېل كېږي۔ د پاكستان د كركټ لوبډلې دوره به د مئي تر 14مې نيټه جاري وي