اسلام آباد 23 جنوري(اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز سره افغانستان لپاره د اروپائي ائتلاف خاص استازي فرنيز مائيكل ملين ليدلې دې ۔په دې موقع افغانستان كښې د امن او امان په وضعه خبرې شوې۔خارجه صلاحكار فرنيز مائيكل ته د ترهه ګرۍ خاتمې او اقتصادي پرمختګ اهدافو پھ حقله اووئيل د ترهه ګرۍ مسئلې خاتمې لپاره پاكستان افغانستان سره بامعني همكاري غواړي۔د اروپائي ائتلاف استازي ووئيل افغانستان كښې د امن په اړه د برسلز د پريكړو تائيد كوو دغسې چې افغن اولس بحالي او پرمختګ باوري كړی شي۔ملاقات په مهال افغانستان كښې د امن لپاره د افغان جكومت د هڅو كولو په ملګرتيا هم سلا راغله