د وزيراعظم برآمدات زياتولو لپاره اعلان كړی پیكج د هېواد د تاريخ تر ټولو لويې مراعاتي پیكج دے

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د خزانې وزير اسحاق ډار وئېلي دي د وزيراعظم د اړخه د برآمدات زياتولو لپاره اعلان كړی پیكج د هېواد د تاريخ تر ټولو لويې مراعاتي پیكج دے٬پیكج به د برآمدات ودې له محرك كردار ترسره كړي بايد برآمد كوونكې د پیكج څخه بشپړه استفاده وكړي ۔ده د اېف پي سي سي آئي صدر زبير طفيل سره خبرې اترې كولې چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات كولو ۔د خزانې وزير ووئيل د پیكج ترمخه مالي كال 18-2017 په مهال به برآمد كوونكو له اسانۍ وركړې شي چې ورسره به برآمدات د روان مالي كال په مقابل كښې لس فيصده زيات شي۔ده ووئيل دا پیكج د دې خبرې ثبوت دے چې حكومت كوټلي او مجموعي نمو لپاره لوظي دے۔دا پیكج به د برآمدات ودې له د محرك كردار ترسره كړي۔دې سره به اقتصادي نمو ښه شي۔پھ دې موقع د اېف پي سي سي آئي صدر د برآمد كوونكو لپاره د وزيراعظم د اړخه مراعاتي پیكج جوړولو په لړ كښې د خزانې وزير هڅې ستائېلو سره ووئيل كاروباري ورورولي د دې پیكج څخه خوشحاله ده ځكه چې هغوي له به مساوي موقعې په لاس ورشي ۔ده د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت د كاروبار لپاره د ښو پالېسو ستائنه وكړه۔