د هند پاكستان كښې د اړي ګړي هلو ځلو او په ترهه ګرۍ د ككړېدو نه رد كېدونكې او كوټلې ثبوتونه شته

اسلام آباد 19 جنوري(اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د هند پاكستان كښې د اړي ګړي هلو ځلو او په ترهه ګرۍ د ككړېدو نه رد كېدونكې او كوټلې ثبوتونه شته٬ پاكستان د هند د رياستي ترهه ګرۍ ښكار دے ٬ د ترهه ګرۍ شريك چېلنج مقابلې له افغانستان سره په ګډه كار كولو له چمتو يو ٬ پاکستان او امریکه د ډېر مودې همكار او ملګري هېوادونه دي۔د زيارت په ورځ اوونيز خبري بريفنګ په مهال د خارجه وزارت وياند نفيس زكريا د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل د هند پاكستان كښې د اړي ګړي هلو ځلو او په ترهه ګرۍ كښې د ككړېدو نه رد كېدونكې او كوټلې ثبوتونه شته ٬ پاكستان د هند د رياستي ترهه ګرۍ ښكار دے ٬ ده ووئېل د امريكې د دفاع پخواني وزير چك هېګل هم وئيلي وٶ هند افغانستان د لارې پاكستان غېر مستحكم كولو له هڅې كوي٬ په دې لړ كښې د هند نوو لارښودو بيانونه هم موجود دي۔ وياند ووئيل كوم هم هېواد د ترهه ګرۍ خاتمې له د پاكستان نه زيات ګامونه نه دي پورته كړي ۔ وياند په هند زور رواړو چې ھغه د محاذ آرائۍ او ترهه ګرۍ په ځائ خبرو اترو ته كيني خو دا واضحه ده چې هند تل د كشمير پشمول د اوږدې مودې شخړو هواري له د خبرو اترو نه تحښېته كړې۔د كشمير پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل مقبوضه كشمير كښې په سلګونو كشميريان د عدالت نه بهر په جعلي مقابلو كښې شهيدان كړې شوې ٬ د كال 2014 نه تر اوسه په مقبوضه كشمير كښې د رياست په خوښه د كشميريانو په ځائ هندوان په غېر قانوني توګه آباددېږي٬ د دې وضعې په تناظر كښې وزیراعظم محمد نوازشریف نړيوال مشران په مقبوضه كشمير كښې د هند ظلمونو او د بشري حقونو د خلاف ورزيو نه خبر كړي ۔ وياند ووئيل كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلول او په زوره د وركولو لړۍ روانه ده ٬ ده ووئېل د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په وضعه او د خپلو دفترو په بندېدو هم تحفظات څرګند كړې، په مقبوضه کشمیر هندۍ ادعا د ملګرو ملتونو د قراردادونو په ضد ده۔ د افغانستان پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ لعنت څخه ځپلې هېواد دے٬ او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوي زيان سره مخ شوې۔ ده ووئيل افغانستان كښې د بېلا بېلو تنظيمونو قزي كېدل افغانستان كښې د عدم اعتدال او بد امنۍ سوب دے ، وياند ووئېل پاکستان افغانستان كښې امن غواړي ولې چې افغانستان كښې ناامنۍ څخه پاكستان زيات ځپلې كېږي ٬ پاکستان افغانستان كښې امن له بشپړه هڅې كوي۔ وياند ووئيل ځينې عناصر د دواړو هېوادونو اړيكې خرابولو له هڅې كوي او حقيقت دا دے چې پاکستان په افغانستان كښې امن او بحالۍ له بشپړه مرسته كوي٬ ده ووئېل سباٶن كښې د افغان روغې جوړې عمل ٬ بارډر مېنجمنټ او د ترهه ګرۍ مخنيوي له به افغانستان سره مرسته روانه ساتلې شي ٬ د خارجه دفتر وياند ووئېل مونږ د ترهه ګرۍ شريك چېلنج مقابلې له افغانستان سره په ګډه كار كولو له چمتو يو۔ وياند ووئيل د ترهه ګرۍ پحقله نړۍ زمونږ قربانۍ تسليموي ٬ پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد د كوم هم بل هېواد په مقابله كښې زياتې قربانۍ وركړې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل كه هند دا ګڼي چې هندو انتها پسند تنظيم آر اېس اېس ترهه ګر نه دے نو د ترهه ګرۍ خپل تعريف دې سم كړي ۔ آر اېس اېس په زرګونو مسلمانان وژلي ۔ده ووئيل پاكستان په ملګرو ملتونو كښې په كال 2015 كښې درې ډوزئيرز جمع كړې ٶ او يو ئې اوس جمع كړې چې پكښې پاكستان كښې د هند لخوا د ترهه ګرۍ او د كلبهوشن ياديو پحقله شواهد وړاندې كړې شوې دي۔