د نړۍ څخه به انتهاء خوښي ختمولې شي ، پھ هر ډول به د خپل هېواد دفاع کولې شي

واشنګټن 20 جنوری (اے پی پی) د امريكې نوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي د نړۍ څخه به انتهاء خوښي ختمولې شي ، پھ هر ډول به د خپل هېواد دفاع کولې شي، د نعرو پھ ځائې د عملی ګامونو وخت راغلے، نوي وژن سره به مخ پھ وړاندې تلل وي، اقتدار امریکائي اولس ته منتقل کيږي٬ د اولس سره شوي ټول لوظونه به ترسره كولې شي۔ د جمعې په ورځ د امريكې نوي ټاكلې شوي اولس مشر د سوګند پورته كولو نه پس وړومبي صدارتی وېنا كښې ووئيل خپل هېواد به سوكاله جوړولې شي۔ ده ووئيل د خپلې ګټې تحفظ كولو سره به د نورو هېوادونو سره اړيكې ښه كولې شي ، د پخوانو اتحادیانو سره به هم اړيكې په ځائې ساتلې شي۔ ډونلډ ټرمپ ووئيل مونږ به نورو لپاره مثال ګرځو او د امریکې په سباؤن به نظر ساتلې شي۔ ده ووئيل مونږ به هغه څه كوو چې پكښې د امريكې اولس ګټه وي، د خپلې ګټې تحفظ کولو سره به د ټولو هېوادونو سره ملګرتيا كوو ۔ د امریکې اولس مشر ټرمپ ووئيل مونږ ټول به په ګډه د امريكې بيرغ هڅكوو ، امریکا كښې به د روزګار نوې موخې پيدا كولې شي او د يو نوې وژن سره به مخ پھ وړاندې ځو۔ ده ووئيل نورو هېوادونو كښې مونږ په اربونو ډالره خرڅ كړي ، زمونږ ټولې پريكړې به د امريكې لپاره وي ۔ ده ووئيل زمونږ دوه اصول دي امریکائي څيزونه اخستل او امريكائي وګړو له نوكرۍ وركول۔ ده ووئيل د امریکې اولس به چرې هم نظر انداز نه كړې شي۔ ده ووئيل د امريكې اسټیبلشمنټ د خپلو پولو په ځائې د نورو پولو حفاظت کړې ، د امریکې اسټیبلشمنټ خپل ځان بچ كړې خو د اولس خيال ئې نه دې ساتلې۔ ډونلډ ټرمپ ووئيل د غلطو پالیسیو په سوب سیاستمدارو پرمختګ كړے خو روزګار ختم شوے او كارخانې بندې شوي، ۔ ده ووئيل امریکا يو قام دے زمونږ د ټولو غم او خوشحالۍ يوه ده۔ ده ووئيل امیګرېشن، ټیکس، تجارت، خارجه چارې به داسې جوړولې شي چې ورسره امریکائي وګړو ته ګټه ورسي، ٬ده ووئېل امریکا به يو ځل بيا عظیم هېواد جوړولې شي۔ډونلډ ټرمپ ووئيل مونږ زيات خرڅ په جنګونو كړې، نن څخه يو نوې سوچ امریکا كښې حکمرانی کوي۔ ده ووئيل د خبرو كولو وخت ختم شوے ، اوس د كار وخت دے ، ده ووئيل زه هغه سياستمدار نه يم كوم چې يواځې خبرې كوي او کار نه كوي۔ ده ووئيل د خنډانو او ستونزو باوجود به خپل كار بشپړولې شي ۔ ده ووئيل زمونږ ځوانان د تعلیم په ځائې په کرائمز او نشو اخته كړې شوي ۔ ډونلډ ټرمپ ووئيل دا نن ورځ به تاریخ كښې ياد ساتلې شي چې د امریکې اولس اقتدار تر لاسه كړې ، يوه انتظامیه ځي او بله انتظامیه راځي ،ده ووئېل اقتدار د يو ګوند څخه بل ګوند ته منتقل كېږي۔ زمونږ حکومت به سمو معنو د اولس حکومت وي۔ د امریکې نوي اولس مشر د پخوانې اولس مشر باراک اوباما او مشل اوباما په اقتدار منتقلولو مننه وكړ