د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د لكهونو افغانانو د څو لسيزو راهسې په كوربتوب كولو د پاكستان ستائنه وكړه

ملګري ملتونه 23 جنوري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونیو ګوټریز د لكهونو افغان كډوالو د څو لسيزو راهسې په كوربتوب كولو د پاكستان ستائنه كړې كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ډېووس كښې د اقتصادي فورم په موقع د پاكستان وزیراعظم محمد نواز شریف سره ملاقات كښې كړې ۔ د افغان ميډيا له مخې دې ملاقات ته پياوړې كورېج وركړې شوې چې پكښې دواړو مشرانو د منطقې په مجموعي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه كړې۔ ملاقات كښې وزیراعظم د انټونیو ګوټرېز لخوا د نړيوالې ادارې مشري پغاړه اخستو نه پس په سمدستي توګه د ترجيحاتو ټاكڼه د ډاډ وړ ګرځولې۔ وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته د پاكستان راتږ بلنه وركولو سره هيله څرګنده كړه چې ھغه به ډېر زر پاكستان ته راشي ۔ بلخوا ملګرو ملتونو افغانستان له د نړيوالې ورورولۍ څخه د 50 كروړه روپو د مرستې وركولو عغږ كولو سره وئيلي دې سږ كال به افغان وګړو ته د مرستې ضرورت وي۔ د امريكې ورځپاڼې نيويارك ټائمز راپور له مخې تېر كال د تشدد كاروائيو په سوب 6 لكه افغانان بې كوره شوي او پاكستان څخه ستنېدونكي كډوال خپل هېواد كښې بې كوره ناست دي۔ افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د هلو ځلو كوآرډينېټر مارك بوډن وئيلي وٶ چې افغانستان كښې د بې كوره كسانو شمېره د سوريې نه پس د نړۍ تر ټولو زياته شمېره ده ۔ د ملګرو ملتونو راپور له مخې سږ كال د 57 لكه افغان وګړو مرستې لپاره 550 مېليونه ډالره پكار دي او په افغانستان كښې اوسني وضعه كښې د داسې كسانو شمېره په لكهونو ده چا ته چې مرسته رسول ممكنه نه ده۔