د مذهبونو ترمينځھ همغږي د ټول انسانيت خذمت دے

APP57-23 ISLAMABAD: January 23 - Secretary General of Muslim World League (Rabita-al-Alam-Al-Islam) Dr. Muhammad Bin Abdul Karim Al-Issa called on Federal Minister for Religious Affairs & Inter-Faith Harmony, Sardar Muhammad Yousaf. APP

اسلام آباد ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقی وزیر سردار محمد يوسف وئيلي دي د مذهبونو ترمينځھ همغږي د ټول انسانيت خذمت دے۔ مذهبي روادارۍ سره به ښې نتيجې رامخې ته شي او د سوكالۍ او پرمختګ پړاؤنه به تر سره شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د رابطه عالم اسلامي عمومي سېكتر محمد بن عبد الكريم په مشرۍ كښې د سعودي عربستان پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ سعودی پلاوي د “مارډرېټ ډائیلاګ اېنډ کمېونټی پیس” په سرخط د پاكستان لخوا په كاميابه كنفرنس كولو د مذهبي چارو وفاقي وزير له مباركي وركړه۔ په دې مهال پلاوي سره خبرو كښې سردار محمد يوسف ووئيل پاكستان د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته د ودې وركولو هڅه كوي۔ په دې لړ كښې د رابطه عالم اسلامي هڅې د قدر وړ دي۔ ده ووئيل ټولنه كښې امن او رواداري په ځائې ساتلو له د اولس مشر ممنون حسېن او وزيراعظم محمد نواز شريف د وژن ترمخه هڅې روانې دي۔ ده ووئيل مونږ د سعودي وروڼو په كوربتوب خوشحاله شوي يو ۔ دا ډول كنفرنسونه بايد لوئيديزو هېوادونو كښې هم وكړې شي۔ دغسې چې د اسلام د امن او روادارۍ تشخص رامخې ته كړې شي۔