د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره د بلوچستان د اېف سي آئي جي ميجر جنرل نديم احمد انجم وليدل

APP51-25 ISLAMABAD: January 25 - IG-FC Balochistan Major General Nadeem Ahmed Anjum called on Interior Minister Ch. Nisar Ali Khan at Punjab House. APP

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره د بلوچستان د اېف سي آئي جي ميجر جنرل نديم احمد انجم ملاقات وكړو۔ د كورنيو چارو وزير ميجر جنرل نديم احمد انجم ته د بلوچستان اېف سي د آئي جي په توګه په ټاكنه مباركي وركړه۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې د امن او اومان په صورتحال او د اېف سي په چارو خبرې وكړې شوې۔ د كورنيو چارو د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې په بلوچستان كښې اېف سي د رياست د رټ بحالۍ او امن او امان راوستلو چارو په اړه مركزي كردار ترسره كړې۔ په دې لړ كښې د اېف سي د هر افسر او ځوان كردار د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل چې د خپلې وظيفې ترسره كولو په لړ كښې به د اېف سي ټول ضروريات پوره كولې شي۔ بلوچستان د پاكستان مخالف قوتونو څخه پاكولو سره سره د بلوچستان اولس د زړه او دماغ ګټلو ذمه واري هم په اېف سي ده۔ ده وئيل چې دښمن خپل آخري جنګ د بلوچستان زمكه كارولو سره كول غواړي٬ دښمن د دې نه وړاندې هم ناكامه شوے و او اوس به هم ناكامېږي۔ د تېرو څو مياشتو په مهال په دې لړ كښې چې اېف سي كوم ګامونه پورته كړي هغه د ستائنې وړ دي خو د دې د لا موثره كولو ضرورت دے او يوازې سي پیك نه ټول بلوچستان پرامن جوړول زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔﴾