د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د پوځي عدالتونو په اړه د پارلماني لارښودو مشاورتي غونډه

اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د پوځي عدالتونو په اړه د پارلماني لارښودو مشاورتي غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزير زاهد حامد٬شېخ آفتاب احمد٬اكرم خان دراني٬د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه٬د پيپلز ګوند پارلماني لارښود سيد نويد قمر٬آفتاب احمد خان شېرپاؤ٬ډاكټر فاروق ستار٬حاجي غلام احمد بلور٬شاه محمود قرېشي٬شري مزاري٬صاحبزاده طارق الله او حاجي شاه جي ګل آفريدي ګډون وكړو۔د غونډې نه پس د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل په دې معامله خبرې اترې شوي دي چې په دې لړ كښې مونږ له څه كول پكار دي۔په راروانه غونډه كښې به كوم حتمي صورتحال رامخې ته شي۔په دې موقع قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ووئيل چې د پوځي عدالتونو په اړه خبرو اترو له دا ابتدائي غونډه وه۔په دې معامله د حكومت پوزيشن رامخې ته شوې۔حكومتي نقطه نظر به مونږ د خپلو خپلو ګوندونو مشرتابو په وړاندې كوو٬مونږ په غونډه كښې په نېشنل ايكشن پلان٬ضرب عضب عمليات او د پارلماني قامي سلامتيا كمېټي په اړه خبره شوې۔د قانون وزير زاهد حامد ووئيل چې په دې لړ كښې بيا به د جنورۍ په 17مه نېټھ غونډه كېږي۔د پي ټي آئي لارښود شاه محمود قرېشي ووئيل د دوو كلونو لپاره ملټري كورټس جوړ كړې شوي وو٬مونږ په مشروط توګه د هغې اجازه وركړې وه۔شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ دا منو چې ضرب عضب عمليات كاميابۍ سره روان دي او صورتحال تر ډېر حد ښه شوې۔ده ووئيل د پوځي عدالتونو په اړه د حكومتي نقطه نظر به د ګوند په فورم بحث كولو سره واضحه خبره رامخې ته شي