د سعودي د نجران سيمې سره نزدې په سرحدي سيمه كښې 25 حوثي ياغيان ووژل شول

نجران 02 جنوري (اے پي پي) د سعودي د نجران سيمې سره نزدې په سرحدي سيمه د عرب اتحادي ځواكونو په فضائي كارروائې او نښتو كښې 25 حوثي ياغيان وژل شوي دي۔ په دې كسانو كښې د جنګيالو يو لارښود هم وژل شوے۔ د خبر له مخې د جنګيالو لارښود ابو شهاب الحمزي د حوثي مليشا يو مهم مشر و۔ د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو كښې د سعودي په مشرې كښې د عرب اتحاد په بريدونو كښې د حوثي ملېشا د سلګونو په شمېر جنګيالي وژل شوي دي