اسلام آباد 13 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د لاﺀ ريويو كمېټۍ غونډه شوې ۔غونډه كښې پارلمان كښې منظورۍ لپاره په وړاندې كړې شوو بېلو مسودو د قانون جوړولو د پیشرفت جاج واخستلې شو۔غونډه كښې كمپني بل 2016 سره په قامي احتساب آرډيننس 1999 غور وكړو چې مقصد يې ګډګورننس باوري كول او د بدعنوانۍ ختمولو په لړ كښې قانون لا ښه كول دي۔كمېټي د انتخابي اصلاحاتو په اړه تر دې دمه د شوي پیشرفت څخه هم خبر كړې شوه۔د خزانې وزير په دې مهال د سېكورټيز اينډ ايكسچېنج كمېشن آف پاكستان لخوا د كمپنيز بل 2016 په لړ كښې انتخابي اصلاحات لپاره د اړوندې پارلماني كمېټۍ كار هم وستائېلو۔د قانون وفاقي وزير زاهد حامد د آئي ټي دوهم وزيره انوشه رحمان اټارني جنرل پاكستان اشتر اوصاف او د وزيراعظم خاص مرستيال خواجه ظهير هم غونډه كښې ګډون وكړو