د خزانې وزير په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه

APP51-23 ISLAMABAD: January 23 - Finance Minister Senator Mohammad Ishaq Dar chairing a meeting of the Economic Coordination Committee (ECC). APP

اسلام آباد 23 جنوري(اے پي پي)د کابینه اقتصادي رابطه کمېټي (اي سي سي) د وزیراعظم سپارښتنې په رڼا كښې كال 17-2016 لپاره په يوريا سرې سبسډي وركولو منظوري وركړې ده ٬ د اي سي سي د زياتې سټاك څخه د سبسډي نه غېر د 3 لكه ټنه يوريا سرې برآمد كولو اجازه هم وركړې ده ۔د اي سي سي غونډه د خزانې وزير سناتور اسحق ډار په مشرۍ كښې د ګل په ورځ وزيراعظم هاٶس كښې وشوه چې پكښې سږ كال د فرټېلائزر سكيم روانه ساتلو منظوري وركړې شوه ٬ اي سي سي د اپرېل تر 28مې نيټې د 3 لكه ټنه يوريا سري د سبسډي نه غېر برآمد كولو اجازه هم وركړې۔ د پاكستان مركزي بانك به د چينۍ برآمد تګلارې په ډول د يوريا د مقدار هم مانيټرنګ كوي او فرټېلائزر ريويو كمېټي به هېواد كښې په مياشتنې بنياد د يوريا د بيعه مانيټر كوي ٬ په ځائي كچه د يوريا ريټېل پرائس كښې د غېر معمولي اضافې په صورت به د جاج كمېټي اي سي سي ته د سرې نور برآمد بندولو له وېنا كوي۔ د يوريا سرې برآمد اجازه هېواد كښې د لس لكه مېټرك ټنه زياتې سرې شتوالي له مخې وركړې شوې۔ اي سي سي د كال 09-2008 په مهال د غنمو سپلائۍ په مد كښې د پاسكو واجبات وركولو هم منظوري وركړې ده ۔ غونډه كښې د وفاقي سېكتر ډاكتر وقار مسعود خان او د اېف بي آر موده ترسره كوٶنكي چيئرمېن نثار محمد د خدماتو هم ستائنه وشوه