د جنرال قمر جاوېد باجوه پاره چنار كښې د آرمي پبلك سكول جوړولو اعلان – د مذهب ٬ لسانيت او علاقائيت په شمول ټولو فرقونو نه لرې مونږ ټول پاكستانيان يو۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه

اسلام آباد ۔ 22 جنوری (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي د مذهب ٬ لسانيت او علاقائيت په شمول ټولو فرقونو نه لرې مونږ ټول پاكستانيان يو۔ ده د سيمې اولس په غوښتنه پاره چنار كښې معياري تعليم لپاره د آرمي پبلك سكول جوړولو اعلان وكړو۔ د اتوار په ورځ جنرال قمر جاوېد باجوه د سي اېم اېچ پېښور دوره وكړه او پاره چناره كښې تېره ورځ د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنه ئې وكړه۔ ده د پاره چنار هم دوه وكړه۔ په دې مهال د پوځ سرلښكر ته د بمي چاؤدنې پېښې په اړه تفصيلي بريفېنګ وركړے شو۔ د پوځ سرلښكر د ژوبل شويو تپوس پوښتتنې له روغتون ته لاړو۔ ده د دورې په مهال قبائلي مشرانو سره ملاقاتونه هم وكړل۔ جنرال قمر باجوہ د ترهګرۍ خاتمې له د قبائلي اولس مرسته او قربانۍ وستائلې۔ قمرباجوہ ووئيل د پوځ ،اېف سی او قانون نافذ كوؤنكو ادارو په مرسته سيمه كښې امن او استحكام راغلې او ددې ډي رېل كولو كښی به ترهګر ناكامه شي۔ په دې مهال جنرال قمر جاوېد باجوه د سيمې د اولس په غوښتنه پاره چنار كښې معياري تعليم لپاره د آرمي پبلك سكول جوړولو اعلان وكړو۔ قبائلی مشرانو غمرازۍ له په راتللو او د اے پي اېس جوړولو په اعلان كولو د پاك پوځ سرلښكر مننه وكړه۔ دوئي امن او استحكام لپاره د مرستې روانې ساتلو هم عزم وكړو۔ دې نه وړاندې د پاك پوځ سرلښكر چې كله پاره چنار ته ورسېدو نو د پېښور كمانډر کور لېفټېننټ جنرل نزیر احمد بټ ده ته هركلې ووې۔