د باراك اوباما د المان چانسلرې انجيلا مركل سره خبرې

واشنګټن 20 جنوری (اے پی پی )د امريكې موده پوره كونكې اولس مشر باراك اوباما تېره ورځ د المان چانسلرې انجيلا مركل سره خبرې كړي دي ۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د سپينې ماڼۍ وياند ووئيل د مخه ښې خبرو په مهال دواړه لارښود دې خبرې ته سلا شول چې د المان او امريكې ترمينځه اړيكې د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ګټه ورې دي