د اوبو ګڼ اړخيزه مسئله ډېره كړ كېچنه ده٬ د اوبو ضائع كولو مخنيوي له د اولس شعور بېدارولو ته اړتيا ده

اسلام آباد 09 جنوري(اے پي پي)د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه اصف ووئيل د اوبو ګڼ اړخيزه مسئله ډېره كړ كېچنه ده٬ د اوبو ضائع كولو مخنيوي له د اولس شعور بېدارولو ته اړتيا ده٬ دې معاملې ته بايد صوبې هم پام وكړي٬ ارسا د كومې صوبې د اوبو حق نه وهې٬د سږ كال په پايې كښې به د اوبو په معامله نړيوال كنفرنس كولې شي ٬ واټر پاليسۍ ته حتمي شكل وركړې شوې٬ د سي سي آر په راتلونكې غونډه كښې به پرې غور كولې شي۔ ګل په ورځ سېنېټ غونډه كښې د اوبو د زمكه دننه كچه پرله پسې د كمي څخه د رامخې شوې صورتحال په معامله سناتور چوهدري تنویر خان په تحریك بحث راغونډولو سره د اوبو او برېښنا وفاقي وزير ووئيل د اوبو ګڼ اړخيزه مسئله ډېره كړ كېچنه ده ٬ په ايوان كښې په دې بحث خوشبينه دے٬ دا ګڼ اړخونه لري٬ د اوبو كورنۍ استعمال هم او صنعتي هم دے٬ بريښنا پېدا كولو له هم او د زرعي مقصدونو له هم ٬د انډس واټر ټرېټي معامله جلا ده ٬ بايد سياست مدار د كالا باغ بند په معامله حساس نشي٬ د سږ كال په پايې كښې به د اوبو په معامله نړيوال كنفرنس كولې شي ٬ واټر پاليسۍ ته حتمي شكل وركړې شوې۔ ده ووئيل په مومند او ديامر بهاشا بندونو كار روان دے د 4500 مېګاٶاټ پاٶر هاٶس به جوړېږي۔ ده ووئيل د اوبو مسئله ډېره سنجيده ده كومه چې د نااهلۍ له امله پېدا سوې ٬ اوبه قامي مسئله ده٬ وفاق ٬ صوبو او اولس به په ګډه دا مسئله هوارول وي