د امریکې پشمول نړيوالې ورورولۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان د قربانیو اعتراف کړے

اسلام آباد 13 جنوری (اے پی پی) پاکستان فاټا كښې د ترهه ګرو خوندي ژالو په اړه تورونه رد كولو سره د خپل عزم پخلے كړے چی پاکستان د كوم هم هيواد په ضد به د خپلې خاورې كارولو اجازه چا له ورنه كړي۔ د امریکې پشمول نړيوالې ورورولۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان د قربانیو اعتراف کړے ۔ ځينې غیر ملکی عناصر د وضعې څخه ناجائزه ګټه پورته كول او د افغانستان خاروه د پاکستان په ضد كاروي۔ د هند او افغانستان د استخباراتي ادارو شريكې هلې ځلې پاکستان لپاره د تشویش وړ دي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند فاټا كښې د ترهه ګرو محفوظو پټو ځايونو په اړه تورونه رد كولو سره ووئيل پاکستان د كوم هم هيواد په ضد به د خپلې خاورې كارولو اجازه چا له ورنه كړي۔ وياند ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد لوئ قربانۍ وركړي او دغسې د هيواد معیشت ته د سونو اربه ډالرو نه زيات زيان رسېدلې۔ د ضرب عضب عملياتو په نتيجه كښې هيواد كښې وضعه ښه شوي۔ ده ووئېل د امریکې پارلماني غړو او کمانډرانو د فاټا بيلو سيمو دوره كړې او پاکستان كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي هلو ځلو د کامیابۍ اعتراف ئې كړې۔ ده ووئيل د عدم استحکام په سوب افغانستان كښې د ترهه ګرو تنظیمونو پټې ژالې جوړې شوې ۔ ده ووئيل پاکستان افغانستان كښې د امن هڅو له لوظي دے ځكه چې دا نه يواځې سيمې بلكه د پاکستان لپاره ګټه ورې دي۔