د آزاد كشمير وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر خان سره د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال ملاقات وكړو

مظفر آباد 08 جنوري (اے پي پي) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر خان سره د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په آزاد كشمير كښې په روانو پرمختيائي پروژو٬ په سي پېك كښې د آزاد كشمير په شاملولو٬ د پاكستاني وزيراعظم د مظفر آباد دورې په موقع د اعلان شويو پروژو په عملي كولو او نورو چارو خبرې وشوې۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل چې په سي پېك كښې د آزاد كشمير شاملېدو سره په آزاد كشمير كښې خوشحالي راشي۔ ده ووويل چې په آزاد كشمير كښې به لوئې پروژې پېل كولې شي۔