ده د پخواني اولس مشر آيت الله علي اكبر هاشمي په مړينه په تعزيتي كتاب كښې خپل تاثرات وليكل

APP38-10 ISLAMABAD: January 10 - Special Assistant to the Prime Minister on Foreign Affairs Syed Tariq Fatemi signing the condolence book on the sad demise of Ayatollah Ali Akbar Hashemi Rafsanjani, the former President of Iran, at the Iranian Embassy. APP

اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم خارجه چارو سلاكار طارق فاطمي د نهې په ورځ د ايران د سفارت دوره وكړه او د ايران پخواني اولس مشر آيت الله علي اكبر هاشمي په مړينه ئې په تعزيتي كتاب كښې خپل تاثرات وليكل۔ د خارجه دفتر وياند له مخې طارق فاطمي د عظيم ايراني لارښود په مړينه د زړه د كومې غمرازي ښكاره كولو سره ووئېل چې ارواښاد به اسلامي جمهوريه ايران كښې د انقلاب په مشرانو كښې د شاملېدو حېثيت سره تل ياد ساتلې شي۔ خاص مرستيال ووئيل چې دا نه يوازې د ايران بلكې د پاكستان حكومت او اولس هم زيان دے۔ ارواښاد د پاكستان خېرخوا او رښتونې ملګرې هم و۔ آيت الله علي اكبر هاشمي رفسنجاني د جنورۍ په اتمه نېټھ په حق رسېدلے و