حكومت د سرمايه كارۍ ماحول راجوړولو له غوره پلان لري او د غېر ملكي سرمايه كارو هركلي لپاره پالېسۍ خپلواكه جوړؤ

APP79-19 DAVOS: January 19 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif in a round-table meeting with leading CEOs on the sidelines of World Economic Forum. APP

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي حكومت د سرمايه كارۍ ماحول راجوړولو له غوره پلان لري او د غېر ملكي سرمايه كارو هركلي لپاره خپلې پالېسۍ خپلواكه جوړؤ٬هېواد كښې د نوې سرمائې راوړلو لپاره مونږ آسانۍ وړاندې كوو چې پكښې د ټېكس او د ټېكس بيعې كمول٬انفراسټركچر او د سرمايه كارۍ آسانيو لپاره خذمات شامل دي٬زمونږ حكومت معيشت له استحكام وركړې٬د تېر كال په مهال د 5.5 فيصده شرح په حساب د جي ډي پي ګروت هيله لرو كومه چې په 2013 كښې درې فيصده وه٬مالياتي خساره د 8.6 نه 4.2 فيصده ته راوستې شوې٬ټېكس ټو جي ډي پي شرح د 9.8 نه 12.4 فيصد ته رسولې شوې٬د انوسټمنټ ټو جي ډي پي تناسب د 14.9 نه 15.2 فيصده ته رسېدلې٬د غېر ملكي زرمبادله پنګې د 24.5 ارب ډالرو ته رسېدلې ۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د نړيوال اقتصادي فورم 47مې كليزې غونډې په مهال د نوموړو كمپنيو مشرانو يوې ډلې سره وكړی۔په دې ملاقات كښې چې د كومو كمپنو چيف ايګزېكټو موجود وو په هغوي كښې د جاپان بانك فار انټرنېشنل چيف ايګزېكټو آفيسر ايګزېكټو منيجنګ ډائرېكټر تاداشي مائدا٬د يو اېس اے چيف ايګزېكټو آفيسر اينډ چيئرمېن انګريډي اون انكار پورېټډ مادام ګورډن٬چيف ايګزېكټو آفيسر د كے او سي هولډنګ تركي ليونټ كاكي روګ لو٬چيف ايګزېكټو آفيسر وصدر ټېلي نار ګروپ سيګو بريكي٬ايګزېكټو وائس پريزېډنټ نيسلے مادام وينګ لينګ٬ھېډ پېلك افيئرز نواريټس اے جي سوئيټرز لينډ مادام پټيرالاكس او ګلوبل پارټنرشپس سوئزري منيجمنټ لمېټېډ برتانيه٬ويسټرن يورپ چيئرمېن مارټين پاركر شامل وو۔وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل خاص اقتصادي زونز موجود دې كوم چې سرمايه كارو له د پلانټ او مشينري ډيوټي فري راوړلو آسانۍ وركوي۔ده ووئيل حكومت ايكسپورټ پراسيسنګ زون جوړ كړے او دلته سرمايه كارو ته خاص آسانۍ او ټېكس هالي ډے وركری شوې ۔د قانون سازۍ د لارې دې ټولو آسانيو له تحفظ وركړې شوې ځكه مونږ تاسو له پاكستان كښې په دې خاص اقتصادي سيمو كښې د تجارتي هلو ځلو بلنه دركوو۔وزيراعظم ووئيل د نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كارۍ راغب كولو لپاره خاص اكنامك زون د قانون نړيوال مسابقتي چېلنجز مخ نيوي لپاره جوړ كړې شوې چې ترمخه يې د بشپړه آسانيو او د انفراسټركچر سره سره د سرمايه كارۍ خذمات لپاره د صنعتونو اجازه هم وركړی شوې دغسې چې پېداوار زيات كړی شي او د تجارت لپاره خرڅونه كم كړی شي