اولس او سترې محكمې له ځواب وركوونكي يو٬ تر 80-1979 د روپو منتقل كولو ثبوت عدالت ته وركړې شوې

APP14-23 ISLAMABAD: January 23 – Federal Minister for Defence Khawaja Asif talking to media persons outside the Supreme Court. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 23 جنوري(اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي اولس او سترې محكمې له ځواب وركوونكي يو٬ تر 80-1979 د روپو منتقل كولو ثبوت عدالت ته وركړې شوې٬مونږ څخه د تلاشۍ اخستو خبره كوونكي د خپلې تلاشۍ وركولو نه ډډه كوي٬عمران خان دې د خيرات د پیسو هم حساب وركړي۔د ګل په ورځ د پانامه كيس سماعت نه پس سپريم كورټ څخه بهر مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل پانامه كيس په اړه په عدالتي كاروائۍ دې تبصرې څخه ډډه وكړې شي۔نن به د سپريم كورټ نه بهر د اليكشن كميسون په كاروائۍ خبره كېږي چرته چې يو ځل بيا تحريك انصاف ته نوټس جاري شوې۔ده ووئيل د الېكشن كميسون لخوا عمران خان ته 6 ځل نېټې وركړې شوي٬په هغه توهين عدالت هم لګېدلې او په كومې چې هغه بخښنه غوښتې خو د هغه د اړخه د خېرات د پېسو د مني ټريل حساب يا ثبوت نه دې وركړی شوې٬ ده ووئېل نن يو ځل بيا هغه ته د توهين عدالت نوټس وركړې شوې٬په الېكشن كمېشن كښې د هغه تلاشي شورو شوې٬ وفاقي وزير ووئېل پي ټي آئي دې د غېر ملكي فنډنګ تفصيلات په ډاګه كړي۔ده ووئيل مونږ اولس او سترې محكمې له ځواب وركوونكي يو۔ده ووئيل مونږ څخه د تلاشۍ اخستو خبره كوونكي الېكشن كميسون كښې د خپلې تلاشۍ وركولوڅخه ډډه كوي٬زمونږ تلاشي دې واخستلې شي خو هغه دې هم د خېرات د پیسو حساب وركړي