په مېكسيكو كښې د آتش بازې په ماركيټ كښې په چاودنو كښې 29 كسان مړه او 50 ژوبل شوي دي

مېكسيكو سټي 21 دسمبر (اے پي پي) په مېكسيكو كښې د آتش بازې په ماركيټ كښې په چاودنو كښې 29 كسان مړه او 50 ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې دا چاودنې په سان پابليتو سيمه كښې په ماركيټ كښې شوې دي۔ په دې لړ كښې يوه وېډيو خپره شوې چې پكښې په ټوله سيمه كښې لوګي لېدل كېږي او د چاودنو آوازونه اورېدل كېږي۔ د مېكسيكو چارواكو وئيلي دي چې په دې پېښه كښې تر اوسه د 29 كسانو د مړينې او د 50 كسانو د ژوبل كېدو تصديق شوے۔ ځائي خلقو ته وئيلي شوي دي چې د ماركيټ نه دې لرې وسي۔ په دې سيمه كښې په كال 2005م كښې هم داسې پېښه رامېنځ ته شوې وه په كومه كښې چې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي وو