په كانګو كښې په تازه نښتو كښې د 10 عسكرو پشمول 20 كسان مړه شوي دي

كنساشا 05 دسمبر (اے پي پي) د مېنځنې افريقا په كانګو هېواد كښې د تشدد په تازه نښتو كښې د 10 عسكرو پشمول 20 كسان مړه شوي دي۔ د المانې مېډيا له مخې د كانګو چارواكو وئيلي دي چې په كسائي ولايت كښې دا نښتې شوې دي او پكښې 10 عسكر٬ 4 پوليس اهلكار او 6 جنګيالي وژل شوي دي۔ د عېني شاهدانو دا جنګيالو په حكومتي ودانې د قبضې كولو هڅه كوله خو امنيتي ځواكونه مېنځ ته راغلل